د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سمندري پوځ اووم نمبر بحري قوت خبر ورکړ چې د امريکا د بنفولډ په نامه مخربه بيړۍ چې د جاپان د يوکوسوکا په بحري پوځي اډه کې ځای پر ځای کېږي، د نومبر په اتلسمه نېټه د تمرين په ترڅ کې د جاپان له يوې کوچنۍ قوې بيړۍ سره ټکر وکړ، خو هيچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي قوت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په دغه پېښه کې د امريکا مخربه بيړۍ لږ څه زيامنه شوې او اوس په دې مناسبت د امريکا تحقيقات روان دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |