CRI Online

داعش ډلې د سوريې په ختيځ کې له حکومتي پوځ سره سخته جګړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 08:55:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې خبري رسنيو د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه خبر ور کړ چې داعش ډلې په دې وروستيو ورځو کې د سوريې په ختيځ بوکمل ښار کې چې شل برخه ځمکه يې لاهم د دې ډلې تر کنترول لاندې ده، له حکومتي پوځ سره سخته جګړه وکړه .

د سوريې د هېواد ورځپاڼې خبر ور کړ چې که څه هم حکومتي پوځ د روانې مياشتې په نهمه نېټه د ياد ښار د ازادولو اعلان وکړ، خو ور پسې داعش ډلې بيا دغه ښار ونيوه او له حکومتي پوځ سره يې سخته جګړه وکړه.

ياد ښار د سوريې په ختيځ د ديرزور ولايت په جنوب ختيځ کې پروت دی چې پخوا په دې ولايت کې د داعش ډلې يوه مهمه اډه وه. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای