د سينهوا اژانس د نومبر په ١٩مه نېټه د سوريې خبري رسنيو په قول خبر ور کړ چې حکومتي پوځ په همدې ورځ له داعش ډلې تر جګړې وروسته د دې هېواد په ختيځ د بوکمل ښار بيا نيولی دی .
د سوريې خبري رسنيو د پوځي چارواکو په قول ويلي چې حکومتي پوځ په همدې ورځ د داعش ډلې له وسله والو سره سخته جګړه وکړه چې په پايله کې يې په پوره توګه دغه ښار ونيو.اوس په دې ښار کې هېڅ د داعش ډلې وسله وال نه شته او ماين پاکوونکي د ماينونو او بمونو په پاکولو بوخت دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |