د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ د نومبر په اتلسمه نېټه د ترکيې له ولسمشر طيب رجب اردوغان سره ټليفوني خبرې وکړې او د دې له امله يې له ترکيې څخه بښنه وغوښتله چې د ناټو په پوځي تمرينونو کې د ترکيې ولسمشر نوم د دښمن په توګه ليکل شوی و.
د ترکيې د ولسمشر ماڼۍ د خبر له مخې، ستولتنبرګ اردوغان ته وويل، ناټو د دې کړنې په باب پلټنيز کار پېل کړی دی. ترکيه د ناټو مهم غړی هېواد دی. ناټو به د ټولو ضروري تدبيرونو په نيولو سره د د داسې کړنې مخه ونيسي او هيله لرو چې د ناټو او ترکيې تر منځ اړيکې به له دې امله خرابې نه شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |