CRI Online

چين په دريو پړاونو کې د ميانمار د راکهين ولايت مسئلې د حل وفصل لپاره خپل وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 09:34:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نومبر په ١٩مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي خبري رسنيو ته په دريو پړاونو کې د ميانمر د راکخين ولايت مسئلې د حل وفصل لپاره وړانديز وکړ.

په لومړي پړاو کې بايد اوربند تر سره شي او ټولنيز نظام اعاده شي او په ځايي سيمه کې ارامتيا بيا رامنځته شي.

په دوهم پړاو کې اړونده خواوې بايد په دې هڅه کې وي چې ميانمار له بنګله ديش سره د نظريو تبادله پياوړې کړي او د مشورو او خبرو اترو له لارې د دې مسئلې د حل وفصل لپاره عملي لارې چارې ولټوي.

په درېيم پړاو کې د دې مسئلې رېښې ته پاملرنه وشي.بې وزلی د شخړو او کشالو د رامنځته کېدو بنسټيز لامل دی .نړيواله ټولنه بايد په دې سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره لازياتې مرستې وکړي.

هغه زياته کړه چې چين هيله او باور لري چې دغه وړانديز د لازياتو هېوادونو تفاهم او ملاتړ تر لاسه کړي.چين غواړي چې د دې مسئلې د حل لپاره مثبت رول ولوبوي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای