CRI Online

وانګ يي د ميانمار د بهرنيو چارو له وزيرې داو اونګ سان سو کي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 09:51:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ميانمار په ناي پي داو کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې داو اونګ سان سو کي سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چين او ميانمار ښه ګاونډي هېوادونه دي. چين په ټينګ ډول د هېواد د حاکميت، خپلواکۍ، امنيت او ملي شرافت د ساتنې او د خلکو د ژوند سويې د لوړولو او د اقتصاد د سمسورتيا لپاره د ميانمار کوښښونو او د دې هېواد د سوله ييز بهير ملاتړ کوي.

مېرمن داو اونګ سان سو کي وويل، سوله، ثبات او پرمختګ د اوسني ميانمار لپاره تر نورو زيات اهميت لري. د چين همکاري ميانمار لپاره ډېرې مهمې دي. ميانمار د چين لخوا وړاندې شوي د چين او ميانمار تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړولو غوښتنې ستاينه کوي او غواړي چې د دې غوښتنې د بشپړېدو له لارې په ميانمار کې ترافيکي او برېښنايي تاًسيسات ښه او بشپړ کړي.

وانګ يي د زاخين ايالت په باب وويل، د راخين مسئله پېچلي لاملونه لري او يوازې د ميانمار او بنګلاديش تر منځ د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې حلېدای شي. چين د دې مسئلې د حل و فصل لپاره د درېيو پړاوونو وړانديز لري، لومړی، په دې سيمه کې اوربند وشي، دوهم، ميانمار او بنګلاديش ژر تر ژره سوله ييز تړون لاسليک کړي، درېيم، نړيواله ټولنه دې له بېوزلۍ څخه د دې سيمې د ژغورنې تدبيرونه پياوړی کړي. داو اونګ سان سوو کي د چين د دې وړانديز ستاينه وکړه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای