د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه په چيلي کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټولټاکنې تر سره شوې.شاوخوا څوارلس مليونه او درې لکه او پنځوس زره رايه ورکوونکو په مستقيمه توګه د ولسمشر،د مشرانو جرګې ٢٣تنه غړو او د استازو جرګې ١٥٥ تنه غړو د انتخابولو لپاره رايې ور کړې .روان کال د دې هېواد د ټاکنو خدمتي ادارې د رايې ور کولو لپاره په ٦٢ هېوادونو کې ١١٠ مرکزونه جوړ کړي دي.
د چيلي د سي اې دي اي ام په نوم د ټولپوښتنې د شرکت د تازه راپور له مخې د ولسمشرۍ په اتو کانډيدانو څخه د پخواني ولسمشر سباستيان پنيرا د پلويانو شمېر په سلو کې پنځه څلوېښت دی چې دغه شمېر د نورو کانډيدانو په پرتله زيات دی .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |