د شي زانګ ځايي حکومت د نومبر په ۱۹ مه نېټه خپور کړ، چې د لين جي ښار په مي لين کې د ريکتر په کچه د شپږ اعشاريه نهه درجو په سختوالي زلزله وشوه او له دې امله په شپږو ولسواليو کې ۱۲زره تنه اغيزمن شوي او څه د پاسه ۲ زره او ۹ سوه کورونه زيانمن شوي دي، خو تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ور کړل شوی. په همدې ورځ په لين جي ښار کې د نوي کال لومړۍ ورځې سره برابره وه، هلته ټولنېز نظم ښه دی او خلک نوی کال لمانځي.
د شي زانګ خپلواکې سيمې د زلزلې مديريت د شي زانګ جنوب ختيځ د څارنې مرکز د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې په لين جي ښار کې له ۳۰۰ څخه زيات ټکانونه احساس شوی، خو نورې پېښې نه دي رامنځ ته شوي.
د خبر له مخې، له زلزلې وروسته ټولو خواوو يو ځای مرسته وکړه چې د لين جي ښار په سمه توګه ۱۶۲ لويې لارې او سړکونه پاک شوي او د تګ را تګ لپاره چمتو شوی دی، د ۵۳ ټلېفوني اړيکو لاينونه بيا تر ميم شوی، ۲۳۸۴ تنه خوندي ځايونو ته لېږدول شوی او ۶۸۰ خيمې پر اړمنو وېشل شوې دي..
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |