د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د نومبر په ١٩مه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د بشري مرستې او ناورينونو د کمښت ګډ تمرين او دياړلسم سمينار د اوريګون ايالت په ريلا کمپ کې پای ته ورسيد.
د همدې ورځې د سهار په يوولسو بجو د دې سمينار د پای په مراسمو کې دواړو خواوو لسو تنو پوځي افسرانو او سرتيرو ته جايزې ور کړل شوې چې د ويډيو له لارې يې دغه سمينار او تمرين ياد کړی دی .
د چيني پلاوي مشر او د جنوبي جنګي سيمې د ځمکني پوځ قوماندان جانګ جيانګ وويل چې په دې برخه کې د چين او امريکا ترمنځ تبادلې شل کلن تاريخ لري او فعاليتونه يې زيات شوي او محتويات يې په پر له پسې توګه ژور شوي چې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ متقابل باور ټينګ شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |