CRI Online

د اسريئلو پوځ په پر له پسې توګه په سوريه کې پر خپلو اهدافو بريدونه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 15:30:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسريئلو ځواکونو د نومبر د ۱۹ مې نېټې په شپه په هضبة الجولان کې د سوريې د حکومتي پوځ پر موضع باندې د توپونو سختې ډزې وکړي.

د اسريئلو پوځ وياند ويلې چې، د بريد لامل په دې وروستيو ورځو کې د سوريې پوځ په " غيرې نظامي سيمه " کې د پوځي تاسيساتو جوړولو پياوړتيا ده.

د مالوماتو له مخې، د اسريئلو پوځ هدف د سوريې تر کنترول لاندې يو کلی دی چې ډروزيان په کې اوسيږي. تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه راپورونه نشته.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای