د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ماشومانو د فلمونو ديارلسم فېستوال د روانې مياشتې د ١٩مې نيتې په شپه د ګوانګ جوښار د بې يون د نړيوالو غونډو په مرکز کې پای ته ورسيد. په پنځه ورځني فعاليت کې شاوخوا زر تنو چيني او بهرني استازي په ګوانګ جو ښار کې راغونډ شوي وو او د چيني ماشومانو د فلمونو د پرمختخګ د نوي پرمختګ په باب يې بحث وکړ.
روان کال د دې فېستوال تشکيلاتي کميټې د ٢٣ هېوادونو او سيمو ١٢٨ فلمونه تر لاسه کړي چې شمېر يې د تېرې دورې په پرتله زيات دی .
تر شل کلن پرمختګ وروسته دغه فېستوال د بېلا بېلو هېوادونو د ماشومانو د فلم اخيستونکو له خوا د چيني ماشومانو د پرمختيايي معلوماتو د تر لاسه کولو او د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې لپاره يو ډګر ګرځېدلی دی. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |