CRI Online

چین او امریکا د ناورینونو په وړاندی ګډ پوځي تمرینات جوړ کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 15:46:34

چین او امریکا د ناورینونو په وړاندی ګډ پوځي تمرینات جوړ کړل

د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه چین او امریکا د اوریګون ایالت د سیساید د ریلیا په پوځي کمپ کې د ناورینونو په وړاندی د بشردوستۍ ګډ پوځي تمرینات او د تبادلې سمینار جوړ کړ. د دغې میاشتې په ۱۸ مه نیټه د چین او امریکا سرتیریو د وړوکيو ځایونو او رسۍ پل په شرایطو سره د ژغورنې تمرینات ترسره کړل. د دواړو خواوو ګډون کوونکو سرتیریو دا څرګنده کړه چې دغسی تمرینات د ګډې ژغورنې په برخه کې د دواړو پوځونو لپاره ډیر ګټور دي.

(غږ ): یو دوه شروع! یو دوه شروع! یو دوه شروع !

دا خبرې په ۱۸ مه نیټه د چین او امریکا سرتیریو د تمرینونو په ترڅ کې د رسۍ د ایستلو په وخت کې په چیني ژبه وکړې چې دوي کله کله د تفریح په وخت یو له بل څخه زده کړې وکړې. دغه ځل ګډ پوځي تمرینات په سږ کال کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ او د امریکا د ولسمشر دانولد ترمپ ترمنځ د ناورینونو په مقابله د بشردوستۍ د ژغورنې په برخه کې د ګډو پوځي تمرینونو د جوړولو په اړه د موافقې پلي کولو یو عمل دی. د امریکا د ساحلي ګارډ یوې قوماندانې دوهمې بریدمنې کریستن کالدویل وویل:

(غږ): چین او امریکا ورته جغرافیایي حالت لري چې لوی پراخوالی لري. موږ لږ څه سره پرتله کولی شو او دا مهمه ده چې د جغرافیایي بدلون سره سم ښه تمرینونه وکړو او ویې ګورم چې تاسې په دې حال کې څنګه له ناورینونو سره مقابله وکړئ. باید ووایم چې د چین سرتیري ښه دسیپلین لري. کتل کیږي چې د سیلابونو په مقابله کې کوم کوم تیاري چمتو شوي دي. دا پر ما باندی ژور اغیز کړی چې تاسو څرنګه ښه کارونه ترسره کړي دي.

د چین د ولسي ازادي بښونکي پوځ د جنوبي جنګي سیمې د ځمکني ځواک استحکامچيانو، د امریکا د ارام سمندر ځمکني پوځ، د خلکو ملي ګارډ او د ساحلي ګارډ سرتیریو په دغه پوځي تمریناتو کې ګډون کړی و.

ګډون کوونکو پر اوبو د چورلکو په وسیله د ژغورنې ، په کنډوالو کې د ژغورنې، په وړوکیو ځایونو کې د ژغورنې او په چټکه توګه د پل د جوړولو په برخو کې پوځي تمرینات جوړ کړي دي. که څه هم چین او امریکا د ځینو کارونو په اړه توپیرونه لري خو د ژغورنې د عمل امنیت او اغیز په اړه ګډ دریځ لري نو د دواړو خواوو ترمنځ متقابله تبادله نورهم مهمه ده. په ۱۸ مه نیټه د امریکا د پوځ یو قوماندان بریدمن ماسیو مینس وویل:

(غږ): دواړه خواوې د بیلابیلو وسایلو له لارې د ژغورنې ګډه موخه لري. کله چې تای فون او زلزله پیښیږي نو د چین ولسي ازادي بښونکي پوځ راته د رسیو د تړلو او د رسیو د پل د جوړولو بیل شکلونه ښودلي دي. موږ ترې تجربې ترلاسه کوو او د چین لپاره همدغسی دی. نو د نظریو تبادله او د تجربو زده کړه ډیره ښه ده.

د پوځي تمرینونو په ترڅ کې چین او امریکا خپل قوماندانان بدل کړي او سرتیري یې ګډ کړي دي. د چین د کون مینګ روغتون د تومور څانګې نرس یانګ چیان وویل چې تمرینونه ډیر واقعي دي او د واقعي تمرین تجربې د چین لپاره د زده کړې وړ هم دي.

(غږ): د پوځي تمرینونو په ترڅ کې واقعي کسانو ګډون کړی دی مثلاً پوزو ته نل اچوي. چین او امریکا په مقابله توګه تمرینونه کوي.

د امریکا ضابط ورجیل نیوبری وویل چې د وسایلو په پرتله د ژغورنې په ترڅ کې تجربې نورهم مهمې دي.

(غږ): زما په اند په بیلابیلو شرایطو سره تجربې ترټولو نه مهمې دي. که تا د ژغورنې کار کړی و نو نورو کسانو ته ویلی شې چې څه پیښ شوی او څه به پیښ شي. نو د تخنیکونو په پرتله تجربې مهمې دي.

د چین او امریکا ترمنځ داسی ګډ تمرینات په ۱۹۹۷ کال کې پیل شوی چې سږ کال یې ۱۳ ځل دی او د واقعي سرتیریو ۵ تمرین هم دی.






اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای