د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به څو ورځې وروسته په هنګري کې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا د شپاړسو هېوادونو ترمنځ په شپږمه سرمشريزه غونډه کې برخه واخلي. د دغه وزارت وياند لو کانګ په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل، چين هيله لري چې په دغه غونډه کې د دغې سيمې د شپاړسو هېوادونو او چين ترمنځ هراړخيزې همکارۍ پياوړې شي او د چين او اروپا ترمنځ اړيکې لا ټينګې شي.
نوموړي په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين او يادو هېوادونو ترمنځ د همکاريو له شروع کېدو نه وروسته د پنځو کلونو لپاره راز راز برياليتوبونه تر لاسه شوي دي، په تېره بيا د متقابل تماس او تګ راتګ، اقتصاد او سوداګرۍ، پولي چارو، توليدي توان او بشري کولتور په ساحو کې. د چين او يادو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او اړيکې نژدې شوې دي چې د ياد اوولسو هېوادونو خلکو ورڅخه ګټې اخيستلې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |