د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هند ولسمشر رام نات کويند څو ورځې مخکې د تش په نامه اروناچال ايالت کې کړنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د نومبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه وويل، چې چين د سرحد په اختلاف لرونکې سيمه کې د هندي مشر له کړنو سره ټينګ مخالفت کوي. د سرحدي مسئلې د حل نه مخکې دواړه خواوې بايد د سرحدي سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
نوموړي په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين او هند ترمنځ د سرحدي مسئلې په اړه د چين دريځ دايمي او ښکاره دی. د چين حکومت هيڅکله د تش په نامه اروناچال ايالت نه مني.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |