CRI Online

د عراق سترې فدرالې محکمې حکم ورکړ چې د کرد په خپلواکه سيمه کې تر سره شوې ټولپوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-20 19:48:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق دولتي ټلويزيون د نومبر په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد سترې فدرالې محکمې په همدې ورځ حکم ورکړ چې د کرد په خپلواکه سيمه کې د خپلواکي په اړه تر سره شوې ټولپوښتنه له اساسي قانون څخه سرغړونه وه، نو ټولې پايلې به يې لغوه شي.

د نومبر په شپږمه نېټه يادې محکمې د دغه هېواد د نوي اساسي قانون ځينې هغه مادې تفسير کړې چې په ۲۰۰۵م کال کې تصويب شوې وې. د اساسي قانون له مخې له هېواد څخه بېلتون د منلو وړ نه دی، نو هيڅ ايالت او سيمه له عراق څخه نه شي جلا کېدای. د کرد خپلواکې سيمې د نومبر په ۱۴مه نېټه دې ته ځواب ورکړ چې دوی به د هېواد د يووالي د ساتلو په هکله د يادې محکمې د حکم درناوی وکړي او هيله لري چې د دغه حکم پر بنسټ له مرکزي حکومت سره خلاصې خبرې اترې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای