د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزيرمولود چاوش اوغلو، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګې لاوروف او د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د نومبر په نولسمه نېټه د ترکيې په انتاليا کې خبرې اترې وکړې او د سوريې د اوسنيو اوضاعو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې. برخوالو پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې مسئله دې سياسي حل شي.
يادې خبرې اترې په داسې حال کې تر سره شوې چې د يادو درېو هېوادونو ولسمشران به د نومبر په ۲۲مه نېټه د روسيې په سوچي ښار کې د سوري مسئلې په اړه درې اړخيزې خبرې اترې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |