CRI Online

وانګ يي د اسيايي او اروپايي هېوادونو د خارجه وزيرانو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 08:24:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په ۲۰مه نيټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ميانمار په نی پي داو کې د اسيايي او اروپايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړ او په نوې زمانه کې د اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نويو اړيکو د ګډې ابادې تر سرليک لاندې يوه وينا يې وکړه.

وانګ يي څرګنده کړه چې په تېره مياشت کې د چين کمونېست ګوند په بريالۍ توګه خپل ۱۹م ملي کانګرس تر سره کړ او د راتلونکو ۳۰ کلونو لپاره د چين پرمختيايي نقشه يې وټاکله. چين چې نوې زمانې ته ننوتلی دی، له نړۍ سره خپلې اړيکې به نورې هم نژدې کړي او له مختلفو هېوادونو سره به ګډ برخليک ولري. موږ به د اسيا او اروپا له بېلا بېلو خواوو سره خپلو نژديو همکاريو ته دوام ورکړو او د لا ښکلې راتلونکې د ابادۍ لپاره به ګډ کوښښونه وکړو.

وانګ يي د اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ عمده لوري په اړه ۳ فقره ييز وړانديز وکړ:

لومړی، د سيمې سوله او ثبات بايد په ګډه وساتل شي. دوهم، د پرمختګ نوی خوځنده ځواک بايد په ګډه وموندل شي. درېيم، د دوام لرونکي پرمختيايي موډل د پيدا کولو لپاره بايد ګډ کوښښونه وشي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای