د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د تجارتي هڅونې ټولنې مشر جيانګ زنګ وې د نومبر په شلمه نېټه وويل، د چين او جاپان تر منځ د اقتصادي همکارۍ اينده ډېره روښانه ده. دواړه خواوې دې د انرژۍ د سپمولو، د چاپيريال د ساتنې، عصري خدمتي چارو او د نوښتونو د هڅونې په ساحه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او لا لوړ معيار ته د دواړو خواوو تر منځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو د لوړولو لپاره دې کوښښونه وکړي.
هغه د دوه زره او اوولسم کال د چين او جاپان د شرکتونو خاوندانو په ديالوګ کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان به د ګډو ګټو او ګډ پرمختګ پر بنسټ د چين او جاپان تر منځ د همکارۍ د پرمختګ نوې صحنه شي. چين به لا لوړ معيار لرونکي پرانيستونکي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د پانګونو د ازاد او اسان کېدو لا لوړ معيار لرونکي پاليسي به غوره کړي. دا به د جاپان په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته بازاري او تجارتي فرصتونه برابر کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |