CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرو غندنه وکړه چې په سوريه کې د روسيې پر سفارت بريد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 10:03:31

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ په سوريه کې د روسيې پر سفارت د ترهګرو د بريد سخته غندنه وکړه.

په اعلاميې کې ويل شوي چې په همدې ورځ د سهار په لسو بجو د سوريې په پلازمينه دمشق کې د روسيې سفارت د ترهګرانو له اډې څخه د هاون په ګولۍ وويشتل شو. يو هاون د سفارت پر ديوال نښه وشوه، خو هيڅ مرګژوبله نه ده اوښتې، خو د سفارت ديوال، د بريښنا او اوبو تاسيسات ويجاړ شوي دي.

په اعلاميې کې راغلي چې د ترهګرو دا لمسونکی عمل په سوريه کې ترهګرو ته د ماتی ورکولو په هکله د روسيې او ملګرو په ټينګ هوډ به هيڅ اغيزې ونه کړې او روسيه به د سوريې د سولې او امنيت د بيا اعاده کيدو، د دغه هېواد د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

په اعلاميې کې راغلي چې پر دمشق د ترهګرو د بريدونو له امله د زياتو عادي خلکو ته مرګژوبلې اوښتې دي او روسيې څو څو ځله د نړيوالې ټولنې له پاملرنې څخه غوښتنه کړې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای