د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له لومړي وزير ابي سونزو څخه استيضاح د نومبر په شلمه نېټه د جاپان په پارلمان کې پيل شوه چې په همدې ورځ د اساسي قانون د تعديلاتو په باره کې د ابي سونزو دريځ د غير واکمنو ګوندونو لخوا وغندل شو.
د جاپان د تر نورو لوی غير واکمن ګوند مشر يوکيو يدانو په همدې ورځ د خپل ګوند په استازيتوب د امنيت ساتنې له قانون او د امنيت د ډله ييزې ساتنې حق له کارولو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ. هغه وويل، ياد قانون او کړنه له اساسي قانون څخه سرغړونه ده. پر اساسي قانون د بحث مخکنی شرط دا دی چې موږ دې لومړی د اوسني اساسي قانون مراعات وکړو.
ابي سونزو په دې اړه مستقيم غبرګون و نه ښود. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |