د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د نومبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې څخه د دغو ډول جرمونو د مخنيوي غوښتنه وکړه چې افريقايي کډوال د غلامانو په توګه پلورل کيږي.
ګوټريس وويل، په اوسنۍ نړۍ کې د مرئيتوب موجوديت سم او عادي کار نه دی. نورو کسانو ته د مجبورولو له لارې دوي د غلامونو په توګه د پلورلو کړنه انساني ضد جرم دی. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د کډوالو مسئله دې د بشري خواخوږۍ له مخې حل شي، نړيواله ټولنه دې د انسان قاچاق کولو پر وړاندې د مبارزې لپاره همکارۍ جدي پياوړې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |