CRI Online

د ۲۰۱۷م کال د چين او آسيان د سيلانيزې همکارۍ کلنی فعاليت د پاي مراسم په ګون مينګ ښار کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 11:38:47

د ۲۰۱۷م کال د چين او آسيان ( د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه ) د سيلانيزې همکارۍ کلنی فعاليت د پاي مراسم د نومبر په اوولسمه نېټه د چين د يون نان ولايت د ګون مينګ په ښار کې تر سره شول. د چين د سيلانيزو چارو دولتي ادارې مرستيال مشر وې هونګ تاو او د تايلند د سيل او سپورټ وزير پونګپانو سويتاروندرا په دې مراسمو کې حاضر وو.

وې هونګ تاو وويل، ۲۰۱۷م کال د آسيان د جوړېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی. تر اوسه پورې د چين او آسيان تر منځ د ستراتيژيکو همکارانو اړيکې د څوارلسو کلونو لپاره دوام کړی دی. چين هيله لري چې په راتلونکې کې د آسيان له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د کولتوري اړيکو د لا پياوړتيا او د سيلانيز اقتصاد د هڅونې لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای