د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عرب ليګ سرمنشي احمد عبدل غيت د نومبر په شلمه نېټه د لبنان په پلازمينه بيروت کې دا خبر رد کړ چې د لبنان پر حکومت يي په ترهګريزو عملياتو کې د لاس لرلو تور لګولی دی.
هغه په همدې ورځ لبنان ته ورسېد او په بيروت کې يې د لوېديځې اسيا د اقتصادي او ټولنيزې کميټې په غونډه کې تر ګډون وروسته دې ته اشاره وکړه چې که څه هم د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د عرب ليګ د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا په بيړنۍ غونډه کې د لبنان حزب الله ته اشاره کړې ده، خو عرب ليک د لبنان پر حکومت تور نه دی لګولی.
هغه وويل، لبنان د ايران او عربي هېوادونو تر منځ د شخړو ډګر نه دی. خو هغه په عين وخت کې د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پر حزب الله فشار زيات کړي، څو چې په سيمه ييزو چارو کې د حزب الله د لاسوهنې مخه ونيول شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |