CRI Online

په نړۍ کې د ځوانانو د استخدام حالت د خوښۍ وړ نه دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 14:19:21

د کارګرو نړيوال سازمان د روانې مياشتې په شلمه نېټه په ژنيو کې د ٢٠١٧ کال لپاره په نړۍ کې د ځوانانو د استخدام تمايل په هکله راپور خپور کړ.په دې راپور کې راغلی چې که څه هم په ٢٠٠٩ کال کې د پولي بحران په موده کې د استخدام حالت په پرتله په نړۍ کې د ځوانانو د استخدام حالت لږ څه ښه شوی، خو د بې اوزګارۍحالت دوام او د ښو کاري فرصتونو کمښت لاهم د ځوانانو د استخدام کېدو د مخنيوي سبب شوی دی .

دغه راپور پر شپږو برخو ويشل کيږي او پکې د ډېرو شمېرونو پر بنسټ په نړۍ کې د ځوانانو د استخدام حالت تحليل شوی او د ځوانانو د راتلونکي استخدام د ښه والي په هکله وړانديز شوی دی .

د کارګرو د نړيوال سازمان د استخدامي تګلارې څانګې مسئولې ازتا برار عور په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې په ٢٠١٧ کال کې د نړيوالو ځوانانو بې اوزګارۍ انډول د نړۍ د بې اوزګارۍ انډول په سلو کې پنځه دېرش برخه نيولې ده او په ٢٠١٨ کال کې به د استخدام حالت د خوښۍ وړ نه وي.هغې وويل(اواز........) د کارګرو د نړيوال سازمان د اټکل له مخې روان کال په نړۍ کې د بې اوزګاره ځوانانو شمېر اويا مليونه نهه لکه تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د ځوانانو د عمومي شمېر په سلو کې ١٣ اعشاريه ١ نيولی دی.ور څخه ښکاري چې اوسنی حالت په ٢٠٠٩ کال کې د پولي بحران د مودې په پرتله لږ څه ښه شوی ، خو په ٢٠١٨ کال کې به دغه حالت ښه نه وي.

په دې راپور کې د ځوانانو د استخدام حالاتو ته پاملرنه شوې چې لومړی د استخدام په بهير کې د ځوانانو جنسي توپير رامنځته شوی دی.د استخدام،د ښوونې تر لاسه کولو او روزلو په برخو کې د ښځو فرصتونه د نارينه وو په پرتله لږ دي.دوهم ځينو ځوانانو له کارونو څخه لږې ګټې اخيستې چې په پايله کې د ژوند اړتياوې نه شی پوره کولی.نوموړې پردې انديښمنه څرګنده کړه.هغې وويل (اواز..........) که د ځوانانو د استخدام کيفيت ته وګورئ،داسې حالت به در ته معلوم شي چې روان کال په سمسورو او پرمختيايي هېوادونو کې شاوخوا ١٦٠ مليونه ځوانان يعنې نهه دېرش سلنه ځوان کارګران د بې وزلۍ په حال کې دي چې کار لري او ډېره هڅه کوي،خو لاهم په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

په دې راپور کې د ځوانانو د استخدام راتلونکی تمايل تحليل شوی چې له مخې يې په نړۍ کې درې په څلورمه برخه ځوان کارګران په غير رسمي اقتصادي څانګو کې کار کوي چې شمېر يې د تېر نسل په پرتله زيات دي.سربېره پردې تر نويو تخنيکونو تر اغيزې لاندې ډېر ځوانان د دغو تخنيکونو په وسيله ګټې اخلي.په ياد راپور کې راغلي چې لازيات ځوان کارکوونکي او چارې جوړونکي انټرنټي برخو ته ننوتلی چې د استخدام لارې چارې نورې چټکې دي او د ګټې تر لاسه کولو فرصتونه هم ډېر دي.په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې د دغو لارو چارو پر وړاندې خطرونه هم ډېر دي د بېلګي په توګه ټيټ معاش،کار او عايدات نه شی تامينيدای او نورې ګټې هم نه شته.

په دې راپور کې همدارنګه ويل شوي چې ښوونه له استخدام سره مستقيمې اړيکې لري.که د ښوونې د منلو وخت اوږد وي، نو د کار د پيدا کولو وخت به لږ وي.سربيره پردې د مهارتونو په برخه کې ټولنيزې اړتياوې بدلې شوې يعنې د لوړ مهارت لرونکو يا لږ مهارت لرونکو کسانو تقاضا زياته شوې ده.

نوموړې هم دې ته اشاره وکړه چې دغه راپور غوښتنه کړې چې تګلاره جوړونکي بايد د نوي تخنيکونو د رامنځته کېدو له امله د کاري لارو چارو ستر بدلونونه تر غور لاندې ونيسي تر څو ځوانان له زمانې سره پرمختګ وکړي.هغې وويل(اواز...........)

د اوسنۍ پانګونې پيمانې پر وړاندې مونږ له اوسنيو ننګونو او ستونزو سره مقابله نه شو کولی، نو دا لازمه ده چې د عمومي اقتصادي تګلارې او د استخدام تګلارې په شمول ځينو برخو کې لازياتې هڅې وکړو تر څو د استخدام په بازار کې د ځوانانو اوسنی حالت بدل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای