د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۲۰مه نېټه د اذربايجان په پلازمينه باکو کې وويل دپلوماتيکه لاره د ناګورنو کرباغ د مسئلئ رکود بهير د ماتولو او ګام په ګام د دغې مسئلې د حلولو لپاره ګټوره ده.
په همدې ورځ سيرګي لاوروف د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير يلمار مامادياروف سره په يوه مطبوعاتي غونده کې وويل د مينسک ډلې د ګډو رئيسه هېوادونو په توګه روسيه به په مسکو کې د مينسک ډلې د رئيسه هېواد او د اذربايجان او ارمنيا د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د ملاقاتونو لاسته راوړنې باندې فکر وکړي او په مداومه توګه به د دواړو خواوو تر منلو لاندې په سوله ايزه توګه د ناګورنو کرباغ مسئلې د حلولو لاره پيدا کړي.
د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه اړخيزو همکاريزو دوستانه اړيکو د پرمختګ په هکله خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ سويه لوړه کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |