د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۲۰مه نېټه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې د شمالي کوريا د بيا شامليدو اعلان وکړ او پر دغه هېواد د لا زياتو فشارونو د اچولو اندازه به زياته کړي. د څيړونکو په اند دغه عمل به د امريکا او شمالي کوريا تر منځ د شخړې او لازياتې ترينګلتيا سبب شي.
ټرمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د کابينې په غونډه کې ياده پريکړه اعلان کړه او ويې ويل چې د امريکا د ماليي وزارت به پر شمالي کوريا د بنديزونو لګولو لپاره نور زيات تدبيرونه ونيسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون د همدې ورځ له غرمې وروسته په دې اړه ورکړي چې په ياد لست کې د شمالي کوريا د بيا شامليدو عمل زيات اهميت نه لري چې اغيزې يې محدودې دې.
اوس د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو په لست کې ايران، سعودي عربستان او سوريه شامل دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |