د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي لنډ مهالي سارژدافير وو های تاو د نومبر په ۲۰مه نېټه د م م د ۷۲مې دورې په عمومي اسامبلې کې د افغانستان د مسئلې په هکله د سنجش په وخت کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په مداومه توګه دغه هېواد ته ملاتړ او مرستې برابرې کړي او په کې د سولې، ثبات او پرمختګ د رامنځته کيدو لپاره ورسره مرسته وکړي.
ښاغلي وو های تاو وويل په افغانستان کې سوله او ثبات نه يوازي د دغه هېواد د خلکو د ګټو بلکې د دې سيمې له امنيت،ثبات، پرمختيا او سمسورتيا سره ټينګې اړيکې لري. چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د ملي يووالي د پرمخبيولو په برخو کې د افغان حکومت د کوښښونو او فعالو لاسته راوړنو ستاينه کوي، خو دغه هېواد د سياست، اقتصاد او امنيت په شمول ساحو کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی.
هغه وويل چين هيله لري چې نړيواله ټولنه له افغانستان نه دوامدار ملاتړ وکړي چې د امنيت د ښه والي، ديپلوماتيکو خبرو اترو، په خپله د پرمختګ او د سيمه ايزې همکارۍ د پياوړتيا له لارې ورسره مرسته وکړي تر څو په دغه هېواد کې سوله، ثبات او پرمختګ رامنځته شي. چين غواړي چې په افغانستان کې د دغو هدفونو د ريښتني کولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره يوځای ګډې هڅې وکړي.
ښاغلي وو های تاو وويل د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد او دوستانه ملګري په توګه چين تل په کې د بيا رغونې او پرمختګ له چارو څخه ملاتړ کوي او اړوندې کوښښونه به د سوداګرۍ او تاسيساتو په برخه کې د افغانستان او د دې سيمې تر منځ د تګ راتګ او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ هڅونه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |