CRI Online

د امريکا د ماليي وزارت پر ايران د نويو بنديزونو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 15:29:40

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليي وزارت د نومبر په ۲۰مه نېټه په دې نسبت د ايران پر څو تصديو او شخصيتونو د بنديزونو لګولو اعلان وکړ چې دوی د دغه هېواد له اسلامي ګارډ قدس ځواکونو سره مرسته کړې چې جعلي پيسي جوړې کړې.

د امريکا د ماليي وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل پر څلورو تصديو او دوو شخصيتونو به نوي بنديزونه ولګول شي چې دوی اروپا ته د صادراتو د قانون په سرغړونو سره جګ پوري تاسيسات او مادې اخيستې او جعلي پيسي يې جوړې کړې تر څو د اسلامي ګارد قدس ځواکونو له فعاليتونو څخه ملاتړ وکړي.

د بنديزونو له مخې په امريکا کې د دغو تصديو او شخصيتونو پانګې به کنګل شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای