د سين هوااژانس د خبر له مخې، د وريښمو لارې په اوږدو کې د ملکي سازمانونو تر منځ د همکاريزې شبکې د لومړې دورې فورم د نومبر په ۲۱مه نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شو.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکې يو پيغام واستاوه او په کې يې دا څرګنده کړې چې د وريښمو لارې په اوږدو کې د ملکي سازمانونو تر منځ د همکاريزې شبکې جوړول د دغو هېوادونو تر منځ د ملکي تګ راتګ پياوړتيا او د خلکو تر منځ د دوستې ټينګولو لپاره مهم تدبير دی. هيله ده چې په فورم کې برخوال استازي د دې فورم له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ، تفاهم او دوستې ټينګښت او د دغو هېوادونو د ګډ پرمختګ او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو لپاره خدمتونه تر سره کړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام ولوست او ويې ويل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ملکي سازمانونو تر منځ د همکاريزې شبکې ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري او په ځانګړې توګه يې دغه فورم ته د مبارکې پيغام استولی دی. هيله ده چې د اړوندو هېوادونو ملکي سازمانونه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو لپاره وړ خدمتونه تر سره کړي.
د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام هم استولی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |