CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: لي که چيانګ به د لومړي ځل لپاره له هنګري څخه ليدنه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ مؤثرې همکارۍ به پياوړې شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-21 16:45:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ به د لومړي ځل لپاره له هنګري څخه ليدنه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د نومبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې باور څرګند کړ چې د دغه سفر په رڼا کې به په هره ساحه کې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شي.

نوموړي وويل، چې صدراعظم لي که چيانګ به د ليدنې په ترڅ کې د هنګري د صدراعظم په شمول له ځينو مشرانو سره خبرې اترې وکړي او دواړه خواوې به د دوه اړخيزو اړيکو او د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکاريو په شمول د ګډو علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو ژورې تبادلې وکړي. دغه راز، دواړه خواوې به په ځينو ساحو کې همکاريز تړونونه هم لاسليک کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای