د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي اسيا هېوادونو ټولنې د کلتوري مرکز تر ترتيباتو لاندې د دغې ټولنې د فلمونو ۷مې دورې فېستيوال د نومبر د ۲۱مې نيټې په شپه د سريلانکا په کلمبو کې پرانيستل شو.
په سريلانکا کې د جنوبي اسيا هېوادونو ټولنې د کلتوري مرکز يو چارواکي معلومات ورکړل چې دغه فېستيوال د يادې ټولنې غړيو هېوادونو لخوا د خپلو غوره فلمونو د ښودلو يو مهم ډګر دی. هر غړی هېواد به په دغه فيستوال کې خپل په زړه پورې فلمونه وړاندې کړي.
د خبر له مخې، د دغه فېستيوال په ترڅ کې به د سريلانکا، هند، پاکستان، بنګلاديش، نيپال، مالديف ، بوتان او افغانستان کابو ۱۰ فلمونه نندارچيانو ته وړاندې شي او د غوره کيسې، غوره لنډه ويډيو، غوره ډايرکټر، غوره نارينه او ښځينه عمده رولونو په شمول يو لړ جايزې به هم ورکړل شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |