CRI Online

د روسيې او امريکا ولسمشرانو پر ټليفون د سوريې پر بحران بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 09:09:46

د روسيې د ولسمشرۍ دفتر ويبپاڼې د خبر له مخې، په داسې حال کې چې په سوريه کې د ترهګرۍ ضد جګړه به ژر پای ته ورسېږي، د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين او د ده امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ د ټليفون له لارې د سوريې پر بحران بحث وکړ.

ولسمشر پوټين وويل چې روسيه به د م م د امنيت شورا د ۲۲۵۴م پرېکړه ليک، د سوريې مسئلې په اړه د استانا غونډې د لاسته راوړنو او د APEC د مشرانو په غير رسمي غونډه کې د همدې مسئلې په اړه د روسيې او امريکا ترمنځ د ګډې اعلاميې پر بنسټ د يادې مسئلې سياسي حل پرمخ بوزي.

پوټين هم ټرمپ ته د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره د خپلې کتنې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې د سوريې ملي حاکميت، خپلواکي او ځمکني تماميت بايد وساتل شي او د دغه هېواد د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې د ټاکل شويو اصولو له مخې دې په سياسي لارو چارو د دغه هېواد مسئله حل کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای