CRI Online

چين په چاشما کې د ذروي جنراتورونو پنځم نمبر ډلې په هکله له پاکستان سره سوداګريز قررداد لاسليک کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 09:19:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين دولتی ذروي انرژۍ ډله ييز شرکت د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه وويل چې  د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د دې شرکت د بورډ کميټې مشر وانګ شو جون د پاکستان د اټومي انرژۍ د کميټې له رئيس محمدنعيم سره په چاشما کې د ذروي انرژۍ په وسيله د جنراتورونو پنځم نمبر ډلې په هکله سوداګريز قررداد لاسليک کړی.

د ذردي جنراتورونو دغه ډله د چين د هوا لونګ لومړی نمبر تخنيک په وسيله درېيمه همداسې ډله ده او پاکستان ته د چين له خوا صادر شوې د ذروي انرژۍ په وسيله د جنراتورونو اوومه ډله هم ده.

ياد شرکت ويلي چې تر اوسه پورې د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ له امله په پاکستان کې د بريښنا کمښت حالت ښه شوی ،د پاکستان اقتصادي پرمختګ موندلی او د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای