د سينهوا اژانس د خبر له مخې په افريقا کې د امريکا پوځ قوماندانۍ د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د امريکا پوځ په همدې ورځ د سومالي د الشابعب پر موخو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې څه باندې سل تنه وسله وال وژل شوي دي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې هوايي بريدونه د همدې ورځې د سهار په لسو بجو او دېرشو دقيقو د سومالي په شمال لويديځ د پلازمينې موګاديشوته په دوه سوه کيلو مترۍ کې د دې هېواد تر همغږۍ لاندې وشول.
په دې اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې د امريکا پوځ به د ترهګرو د ځپلو او د دوی د اډې د ويجاړولو لپاره په دې هېواد کې د افريقايي هېوادونو د ټولنې له ځانګړې ډلې او د دې هېواد له امنيتي پوځ سره همکارۍ ته دوام ور کړي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |