CRI Online

د زيمبابوی ولسمشرروبيرټ موګابي له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 09:21:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د زيمبابوي د استازو جرګې مشر جاکوب مودندا د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه له دندې څخه د دې هېواد د ولسمشر روبيرټ موګابي د استعفا اعلان وکړ.

نوموړي د مشرانو او استازو جرګو په يوه ګډه غونډه کې د موګابي له خوا وړاندی شوې استعفاپاڼه ولوستله چې پر دې مهال پارلماني غړو د موګابي د استيضاح کېدو پر لايحې بحث کاوه.خو تر ياد اعلان وروسته دغه لايحه په اتوماتيکه توګه ختمه شوه.مودندا وويل چې پارلمان به له قانوني تشريفاتو سره سم د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د نوي ولسمشر د ټاکلو لارې چارې ولټوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای