CRI Online

د اسلامي همکارۍ سازمان غواړي د بحران د منځګړيتوب ميکانيزم جوړ کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 09:28:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو او يو شمېر نړيوالو سازمانونو استازيو د نومبر په ۲۱مه نيټه د ترکيې په استانبول کې د لومړي ځل لپاره د منځګړيتوب په عمده موضوع يوه غونډه جوړه کړه او غوښتنه يې وکړه چې د بحران د سوله ييز حل لپاره د يو ډول اغېزمن ميکانيزم په توګه منځګړيتوب ته لومړيتوب ورکړي.

د سياسي چارو په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان مرستيال سرمنشي د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو په وړاندې ستونزې يوازې د منځګړيتوب له لارې د ترينګلتيا او سختوالي مخنيوی کولای شي. هغه له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د منځګړيتوب لپاره لا زيات کوښښونه وکړي او له زور زياتي څخه دې ډډه وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې نړيوالې اړيکې بايد د عدالت، درناوي او نيک ګاونډيتوب پر بنا ټينګېدای شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای