د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدر اعظم حيدر العبادي د نومبر په ۲۱مه نيټه څرګنده کړه چې عراق له پوځي لحاظه داعش له منځه وړی دی.
نوموړي د کابينې تر يوې غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې عراق له تېرو ۳ کلونو راهيسې د ترهګرۍ ضد جګړه کې سترې لاسته راوړنې درلودې. د راوا علاقه دارۍ تر نيولو وروسته د داعش پاتې اورپکي مجبوراً په صحرايي سيمه کې پټ شوي دي. ظاهراً موږ له پوځي لحاظه داعش له منځه وړی دی.
هغه زياته کړه: کله چې حکومتي پوځ د هېواد په لويديځ صحرايي سيمه کې خپل تصفيوي عمليات ختموي، هغه به د داعش د ماتې او نابودۍ اعلان وکړي. خو هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ ګواښ لا تر اوسه نه دی ختم شوی. دا چې څنګه په ښارونو کې د داعش د بريدونو مخه ونيول شي، د عراق د امنيتي څانګو په وړاندې به يوه ستره ننګونه وي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |