د چين نړيوالې راډيو د نايجريا پوليسو په قول د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په شمال اداماوا ايالت کې د نومبر د ۲۱مې نيټې په سهار کې ځانمرګي بمي بريد وشو چې له امله يې کابو ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د اداماوا ايالت د پوليسو ادارې مطبوعاتي وياند څرګنده کړه چې د دغه بريد له امله ۵۰ تنه وژل شوي او د ټپيانو شمېر لا تر اوسه معلوم نه دی.
د معلوماتو له مخې، ۱۷ کلن بريدګر پر ځايي وخت د ۲۱ مې نيټې د سهار په شاوخوا ۵ بجو کامرون ته نژدې په ۱۰ کيلومترۍ کې د نايجريا د يوې علاقه دارۍ په يو جومات کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچاوول.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |