د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر سلاکار سيرګی ګلازيف د نومبر په ۲۱مه نيټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د اروپا او اسيا اقتصادي ائتلاف نښلېدل به د پانګونې، اقتصاد او سوداګريزۍ په برخو کې دوه اړخيزې همکارۍ ژورې او پراخې کړي.
ښاغلي ګلازيف چې اوس په بېجينګ کې د توليدي توان د نړيوالې همکارۍ په سږني فورم کې ګډون کوي، وويل چې د روسيې او چين ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې پر دې بنسټ ټينګېږي چې د متقابلو ګټو پر بنا يو له بل سره همکاري وکړي او يو د بله له غوره والي څخه استفاده وکړي. دا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د اسيا او اروپا اقتصادي ائتلاف ترمنځ له نښلولو څخه د روسي سوداګريز ډګر د پراخ ملاتړ سبب شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |