د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په ۲۱مه نيټه د چين Mobike شرکت د جرمني په برلين کې د خپل کار د پيل اعلان وکړ. برلين په جرمني کې د ياد چيني شرکت د ننوتلو لومړی ښار دی. اوس دغه شرکت په چين او نورو ۱۱ هېوادونو کې د مشترکو بايسکلونو خدمتونه برابروي، د بېلګې په توګه سينګاپور، برېتانيا، ايتاليا، هالنډ، ماليزيا، تايلنډ، جنوبي کوريا، جاپان، استراليا، امريکا او جرمني.
اوس د نړۍ په کابو ۲۰۰ ښارونو کې د Mobike شرکت مشترک بايسکلونه ليدل کېږي چې عمومي شمېر يې له ۷ مليونو څخه اوښتی دی. هره ورځ د ۳ مليونو تنو لپاره خدمتونه برابروي او ثبت شويو کاروونکو شمېر يې ۲۰۰ مليونو تنو ته رسېدلی دی. اوس د چين Mobike شرکت په نړۍ کې د مشترکو بايسکلونو برابرولو تر ټولو لوی شرکت ګڼل کېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |