CRI Online

د اسيا او اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې راتلونکی کاري لوری وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 15:21:07

د اسيا او اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو ديارلسمه غونډه د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د ميانمار په پلازمينه نايپيتاو کې پای ته ورسيده او پکې راتلونکی کاري لوری وټاکل شو چې د اسيا او اروپا ترمنځ د اړيکو ټينګښت او د تګ راتګ زياتوالي ته لومړيتوب ور کړی شي او د دواړو سيمو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا له لارې دواملرونکی پرمختګ وموندل شي.

روان کال د اسيا او اروپا غوندې د جوړېدو د درېيمې لسيزې پيل دی .تېر کال د دې غونډې د جوړېدو په شلمه کاليزه کې د اسيا او اروپا ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې برخه والو تائيده کړې چې متقابل تګ راتګ او د اړيکو ټينګښت د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې عمده برخه ده تر څو د غړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزه همکاري پياوړې شي چې دې د اسيا او اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو د روانې غونډې د عمده مضمون د ټاکلو لپاره بنسټ ايښی دی.

د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد ايستونيا د بهرنيو چارو وزير سون مکسير وويل چې د اسيا او اروپا ترمنځ تګ راتګ د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ډېر مهم دی .هغه وويل(اواز.........)د اسيا او اروپا ترمنځ تګ راتګ يعنې هم په ډيجټل نړۍ او هم په رښتينې نړۍ کې د کسانو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت مانا لري. باور لرم چې د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ د زياتولو اجنډا د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې سمسورتيا لپاره ګټوره وي.خوشحاله يم چې د غونډې برخه وال په دې برخه کې راتلونکي کارونو په هکله ګډو نظريو ته رسيدلې دي د بېلګې په توګه په غونډه کې د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ مفهوم او معيار ،اړوند نړيوال قوانين او مقرارت او کاري ساحې ټاکل شوي دي.

د هسپانيا د ديپلوماتيکو او دولتي چارو سکريتر کاسترو وويل چې د دواړو خواوو ترمنځ د تګ راتګ کليدي برخه د بنسټيزو تاسيساتو ابادول دي.هغه وويل(اواز..........) مونږ غواړو چې بنسټيز تاسيسات جوړ او بشپړ شي چې دا يوازي د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ يو مهم ګام دی . خو د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه دا معنی لري چې نه يوازې د مالونو د ليږدولو لپاره چټکې لارې جوړې او اړوند بازارونه پراخ شي ، بلکې دغه تاسيسات بايد د نوې مفکورې او نظريونو د تبادلې ، د فرصتونو د برابرولو او د نوښت لپاره يوه وسيله وي تر څو د خلکو لپاره نور نيکمرغه او ارام چاپيريال برابر شي.

په دوه ورځنۍ غونډه کې د يو پنځوسو غړو هېوادونو،د اسيا او اروپا غونډې د سکرتريت، د اروپايي ټولنې او د اسيا او اروپا صندوق د ٥٤ پلاويو څه باندې پنځه سوه تنو استازو د دواملرونکي پرمختګ، سيمه ييز امنيت او ثبات،د ترهګرۍ او تندلارۍسره د مبارزې ،مهاجرينو، ناقانونه کب نيولو ، بي وسلې کولو، انټرنټي امنيت او د ذروي وسلو د نه خپريدو په هکله بحث وکړ .سربېره پردې د ميانمار په شمال د راخين په ولايت کې امنيتي حالت په دې غونډه کې د پاملرنې وړ مسئله وه.

د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د دې غونډې رئيسه اعلاميه خپره شوه چې محتويات يې له همکاريزو اړيکو،سولې، دواملرونکي پرمختګ او د اسيا او اروپا غونډې له راتلونکې سره اړيکې لري.په دې اعلاميه کې درې اضافي سندونه هم شامل دي چې پکې د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ مفهوم، کاري ساحې، مهالويش،له ٢٠١٧ کال څخه تر ٢٠١٨ کاله پورې د دې غونډې اجنډا او د اړوند صندوق له خوا د تر سره شويو پروژو اغيزې ټاکل شوې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای