د سين هوااژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۲۱مه نېټه د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدلعزيز السعود، د مصر ولسمشر عبدلفتاح السيسي او د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره ټليفونې خبرې وکړې او د سوريې د حالاتو او د دوه اړخيزو همکاريو په هکله يې ورسره بحث وکړ.
پوتين له سلمان سره پر دې بحث وکړ چې په سوريه کې د ترهګرو ضد جګړې له برياليتوب نه وروسته څنګه له سياسي لارې د سوريې مسئله حل په هکله شي. دواړو خواوو څرګنده کړه چې دوی به د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، کولتور، بشري مرستې او پوځي تخنيکونو په ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي او د انرژيو په نړيوال بازار کې به همغږۍ وساتي.
پوتين السيسي ته مخکې د ده او د سوريې د ولسمشر بشر الاساد تر منځ د کتنې د حالت او په نژدې راتلونکې کې د روسيې، ترکيې او ايران د مشرانو تر منځ د خبرو اترو د حالت په هکله مالومات ورکړل.السيسي په سوريه کې د ترهګرو په وړاندې د روسيې د هوايي پوځ د بريدونو ستاينه وکړه او د سوريې د مسئلې په هکله د استاناپه غونډه کې د لاسته راوړنو د عملي کيدو په هکله يې د روسيې له کوښښونو نه يې ملاتړ څرګند کړ.
پوتين او نيتانياهو په سوريه کې د ترهګرۍ ضد د جګړې په وروستي پړاو کې د منځني ختيځ سيمې د حالاتو او د دغه هېواد په جنوب کې د نښتو د کچو د ټيټوالي سيمو د مسئلې په هکله بحث وکړ.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |