CRI Online

لي که چيانګ د جاپان له افتصادي پلاوي سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 15:59:57

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲۱مه نېټه د خلکو په لوي تالار کې د جاپان د اقتصادي ډلو د ګډې ټولنې د مشر سادايوکي ساکاکيبارا، د جاپان او چين د اقتصادي ټولنې مشر مونيکا شوجي او د جاپان د سوداګريزو او صنعتي چارو ټولنې د مشر اکيو ميمورا په مشرۍ د جاپان له اقتصادي پلاوي سره ملاقات وکړ او ور سره يې خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل د چين او جاپان تر منځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري. روان کال د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د عادي کيدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو د سوله ايزې دوستې د تړون د لاسليکولو ۴۰م کال وي. د چين او جاپان تر منځ د اړيکو د ښه والي کلی يو پر بل باور ټينګول دي او بنسټ يې د خلکو په منځ کې دي. هيله ده چې دواړه خواوې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي ښه تمايل ته ارزښت ورکړي او په سم مدار کې د دغو اړيکو د پرمختګ هڅونه وکړي.

د جاپان د اقتصادي ټولنې مسئول وويل د جاپان اقتصادي شخصيتونه د دغه هېواد او چين تر منځ د اړيکو د ښه والي تمايل هرکلی کوي. د چين د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو په بهير کې لاسته راوړنې په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ باور پياوړتيا کړې.په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پټ توان ستر او بايد يو د بل رول ولوبوي چې د اقتصادي همکارۍ پياوړی شوی له لارې دواړو هېوادونو او حتې اسيا يا نړۍ ته خدمتونه برابر کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای