CRI Online

د لبنان صدراعظم د مصر له لنډ مهالي سفر وروسته بيروت ته ستون شو

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 16:02:30

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د لبنان صدراعظم رفيق حريري د نومبر په ۲۱مه نېټه له مصر څخه د لنډ مهالي ليدنې وروسته بيروت ته ستون شو . د مصر د ولسمشرۍ دفتر له خبرو وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويلي حريری او سيسی د لبنان د اوسني سياسی بحران او يو شمير سيمه ايزو موضوعاتو په هکله بحث وکړ. دواړو خواوو په تاکيد سره وويل چې لبنان بايد د منځنۍ اسيا له سياسی شخړو څخه ليرې شی. سيسی د لبنان له بيلا بيلا ځواکونو څخه وغوښتل چې بايد ملی ګټو ته لومړيتوب او اهميت ورکړی او د لبنان په کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو مخه ونيسی . له حريری سره له کتنې مخکې سيسی د لبنان له ولسمشر سره تلفون وکړ او د لبنان د اوسنيو سياسی اوضاعو او د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په هکله يې مباحثه وکړه او دواړو خواوو د لبنان دسياسی ثبات د ساتلو او د دې هيواد د ملي ګټو ته لومړيتوب او اهميت يې تاييد کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای