د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د نومبر په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د شمالي کوريا پر زياتو تصديو، بېړيو او شخصيتونو يې بنديزونه لګولي، تر څو د شمالي کوريا بهرنۍ سوداګري وتړل شي او د عايداتو سرچينې يې کمې او وچې شي.
د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا به د شمالي کوريا له خوا د ذروي وسلو او توغنديو د پرمختګ په موخه د پيسو د تر لاسه کولو مخه ونيسي.
د امريکا د ماليې وزير سټيون ټرنير منوچن په دې اعلاميه کې وويل، چې دغه بنديزونه به پر شمالي کوريا لا نور اقتصادي فشارونه زيات کړي.
د اړوندو مقرراتو له مخې، په امريکا کې د هغو کسانو شتمني به کنګل شي چې له بنديزونو سره مخامخ دي، امريکايي اتباع له دوی سره معامله نه شي کولی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |