د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د نومبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين دريځ تل دی چې د امريکا له خوا په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم له ځای پر ځای کولو سره مخالفت کوي.
د جنوبي کوريا خارجه وزيره کيونګ وها کانګ چين ته په سفر بوخته ده. خبريال پوښتنه وکړه چې نوموړې به له چين سره د ساد سيستم د مسئلې په هکله خبرې وکړي او که نه؟ لو کانګ وويل، د چين دريځ تل دی چې د امريکا له خوا په جنوبي کوريا کې د ساد سيستم له ځای پر ځای کولو سره مخالفت کوي. له دې نه مخکې چين او جنوبي کوريا ګام په ګام د ساد مسئلې د حل په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې، هيله لرو چې جنوبي کوريا د مسئلې د حل لپاره رښتيني ګوښښونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |