CRI Online

وانګ يي هيله څرګنده کړه چې جنوبي کوريا د ساد مسئلې د مناسب حل لپاره پر له پسې کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-22 20:44:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرې کيونګ وها کانګ سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې له څه مودې راهيسې د چين او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکو کې کله نا کله تاوجنې شي، خو لږه څه موده مخکې دواړو خواوو د ګډ مطبوعاتي خبر په خپرولو سره ګام په ګام د ساد مسئلې د حل په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. چين د جنوبي کوريا هغې څرګندونې ته په درنه سترګه ګوري چې جنوبي کوريا به د توغنديو پرضد د امريکا په سيستم کې ګډون ونه لري او په لنډ مهاله توګه د ساد سيستم ځای پر ځای کول د چين امنيتي ګټو ته زيان نه رسوي. چين هيله لري چې جنوبي کوريا په پر له پسې او مناسبه توګه دغه مسئله حل کړي. څو ورځې مخکې رئيس جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په جلا جلا توګه له ولسمشر مون جای ين سره ملاقات وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره يې لوري څرګند کړل. هيله لرم چې له تاسو سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو سره سم متقابل تفاهم لا پياوړی کړو او تر وسې پورې توپيرونه ليرې کړو او په راتلونکې مرحله کې د دواړو خواوو ترمنځ د لوړ پوړي تګ راتګ لپاره تياري نيسو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای