د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د زيمبابوې د واکمن ګوند لخوا ټاکل شوی نوی ولسمشر يميرسون منانګاګوا د نومبر په دوه ويشتمه نېټه بېرته خپل هېواد ته ستون شو او د دغه هېواد په پلازمينه هاراره کې يې په خپله علنې وينا کې د اقتصاد د پرمختګ ژمنه وکړه.
هغه وويل، د زيمبابوې ضعيف اقتصاد سمسورتيا د نړيوالې ټولنې ملاتړ او د ځان کوښښونو ته اړتيا لري. هغه د هېواد له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د اقتصادي پرمختګ او د لا زياتو کاري فرصتونو د پيدا کولو لپاره يو لاس شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |