CRI Online

مصر نهه ويشت شکمن جاسوسان ونيول

cri     (GMT+08:00) 2017-11-23 09:50:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر څارنوالۍ د نومبر په دوه ويشتمه نېټه د نهه ويشت شکمنو جاسوسانو د نيولو حکم وکړ او پر دوی يې تور لګولی چې د پيسو په ناقانونه معاملو کې يې لاس درلود، د ترکيې لپاره يې د جاسوسۍ کارونه کړي او د مصر دولتي ګټو ته يې زيان اړولی دی.

د مصر د ملي امنيت ادارې د پلټنې سره سم، يادو نهه ويشت شکمنو کسانو او د دوی ملګرو د ترکيې لخوا برابر شوي خدمتي ماشين په کارولو سره د انټرنيټي ټليفون له لارې د مصر اړوند شمېرنې راغونډې کړې او په خبري رسنيو او انټرنيټ کې يې د ساختګي خبرونو او انګازو د خپرولو په وسيله د مصر دولتي ګټو ته زيان رسولی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای