د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند خبري رسنيو د نومبر په دوه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د هند پوځ په همدې ورځ په بريالي ډول د Su-30MKI نمبر پوځي الوتکې څخه د براموس په نوم د پوځي بيړۍ ضد توغندي ازموينه وکړه.
د هند خبري رسنيو په حواله، دغه ازموينه تاريخي ارزښت لري چې له هوا څخه پر پوځي بيړيو د هندي پوځ د بريد توان به د دې توغندي د کارولو له امله په اغيزمن ډول لوړ شي.
د مالوماتو له مخې، د براموس په نوم پوځي بيړۍ ضد توغندی له اواز نه ګړندی توغندی دی چې د روسيې او هند لخوا په ګډه سره جوړ شوی. پخوا دغه ډول توغندی يوازې له ځمکې يا پوځي بيړيو څخه ويشتل کېدل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |